دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 216588
غني: بين‌الافغاني خبرې دې ژر تر ژره پيل شي
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د افغان حکومت د سولې له مذاکره کوونکي پلاوې سره په لیدنه کې ویلي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ باید د سولې مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د څلور سوه طالب زندانیانو د خوشې کېدو د فرمان تر لاسلیک وروسته د خلکو هیله دا ده چې نور باید د دولت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو د پیل لپاره هیڅ کوم خنډ موجود نه وي.
ولسمشر غني د لویې جرګې له پرېکړې وروسته دوې ورځې وړاندې د څلور سوه هغه طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ چې د بین‌الاافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې خنډ ګرځيدلي وو.
دغه راز د سولې وزارت بیا وایي، د سولې حکومتي مذاکره کوونکی پلاوی به د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه قطر ته لاړ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcvd0cw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته