دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 216591
پکتیا کې د شیدو ټولولو او پروسس مرکز جوړېږي
د پکتیا د کرنې ریاست وايي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د شېدو ټولولو او پروسس د یو ستر مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، د شېدې ټولولو دغه مرکز چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې ۳.۲ میلیونه افغانۍ ده.
دغه مرکز چې په ۲۴ ساعتونو کې له درې تر پنځه زره لېټره شېدې د ټولولو او پروسس په وړتیا سره جوړیږي عصري خونې، د زېرمې خونه او ګدام لري.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.
ښاغلی مومند وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او په دې مرکز کې یې پروسسوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. دوی زیاتوي، چې د شېدو ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhme8vuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته