دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 216601
تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لسو تنو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷۹ تنه نور ترې روغ شوي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبه اعلان کړی چې په دغه موده کې ۷۶ تنه نور تازه پر کرونا اخته شوي دي.
په دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمیر ۱۳۵۴ تنو ته ورسید.
همداشان پر کرونا د اخته شوو کسانو شمیر هم ۳۷ زره او ۳۴۵ تنو ته رسیدلی دی.
تر دې دمه ۲۶زره او ۶۹۴ کسان د کرونا له ناروغۍ روغ شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg0b58rhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته