کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د دېوال غورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1399 ساعت 13:32

د پکتيا حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د يوه کور د ديوال غورځېدو له کبله د يوې کورنۍ اووه ماشومان مړه شوي دي.


د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل نن چهارشنبه اګست ۱۲(زمري ۲۲مه) امريکاغږ ته وويل چې دغه پېښه تیره ورځ د يادې ولسوالۍ اړوند د کارېز په سيمه کې د زيات باران د اورېدو په نتيجه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل، په مړو شويو ماشومانو کې پنځه انجونې او دوه هلکان شامل دي چې عمرونه يې له دوو کلونو څخه تر اتو کلونو پورې دي.
د هغه په وينا دغه راز يو بل ماشوم چې هلک دی، ټپي شوی و او په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل زياته کړه چې ولايتي اداره به ډېر ژر د يادو ماشومانو کورنۍ ته د نغدي پيسو او همدارنګه د ځينو لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ور ورسوي.
د ښاغلي منګل په وينا، د وروستيو بارانونو او سېلانونو له کبله د پکتيا په مرکز ګردېز، وزې ځدراڼ او ميرزکه ولسواليو کې ۱۴ کورونه نړيدلي او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 216608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216608/پکتیا-کې-د-دېوال-غورځېدو-پېښه-یوې-کورنۍ-۷-ماشومان-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com