کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ کې یو هلک انجلۍ سره د ټلیفونې اړیکې په تور سخت وهل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1399 ساعت 14:51

د بلخ پولیس وايي چې د دغه ولایت د مارمل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو یو ۱۴ کلن ځوان صحرای محاکمه کړی دی.


د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۲مه (زمري ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه ځوان له یوې انجلۍ سره د ټلیفوني اړیکو د درلودلو له امله صحراي محاکمه شوی دی.
د عادل پر وینا پولیسو د پېښې په تړاو یې شپږ تنه نیولي دي: "یو ۱۴ کلن ځوان له یوې انجلۍ سره د ټیلیفوني د درلودلو له امله د سیمې د اوسیدونکو له خوا په یوې صحراي محاکمه کې وهل او ډبول کېږي.
ویل کېږي چې دغه ځوان ژوندی دی خو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل چې په مارمل ولسوالۍ کې د حاجي عبدالرحمان په نوم د یوه کلي ملک، له یوې پېغلې سره د دغه ځوان د ټلیفوني اړیکې په اړه له خبرېدو وروسته نوموړی صحرايي محاکمه کړی دی.
خو د بلخ د والي ویاند زیاته کړه چې پولیسو اوتنه د پېښې په تړاو نیولي او دوه تنه نور تښتېدلي دي.
ښاغلي فرهاد وویل چې د نیول شویو اوو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.


د مطلب کود: 216619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216619/بلخ-کې-یو-هلک-انجلۍ-سره-د-ټلیفونې-اړیکې-په-تور-سخت-وهل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com