دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 216620
امريکا يو ځل بيا د خپلو سرتېرو په کمولو ټينګار وکړ
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، حکومت یې تیار دی چې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړي.
د امريکا له دفاع وزارت يا پنتاګون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکومت یې هڅه کوي، په راتلونکو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم را کم کړي خو دا هر څه به شرایطو ته په کتو سره پر مخ ځي.
خبرپاڼه لیکي دا هر څه به د امریکا له کانګرس او د ناټو له متحدینو سره په مشورو مخته ځي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، د امریکا تر ټاکنو مخکې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو یا څلورو زرو پورې را کم کړي.
امریکا په قطر کې له طالبانو سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د پرېکړه لیک له مخې باید په ۱۴ میاشتو کې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ختم کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccieqix2bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته