دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 216628
د بشر حقونو کمېسيون: ارغستان کې د طالبانو ماينونه له ملکي وګړو قرباني اخلي
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ خلکو ورته شکايت کړی چې هلته د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماينونه له ملکي وګړو قرباني اخلي.
د بشر حقونو کمېسيون په خبرپاڼه کې راغلي:
د کندهار د ارغستان خلک وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ په هر ځای کې ماينونه ايښي چې هره اونۍ دوه-درې ماينونه چاودنې کوي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
د خبرپاڼې په حواله، کميسيون ته د رسيدلو معلوماتو له مخې په تېرو لسو ورځو کې په ياده ولسوالۍ کې د ۴ چاودنو له کبله ۲۱ تنه ملکيان وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، کميسيون د ملکي خلکو په مرګ ژوبله ژوره خواشيني څرګندوي او له طالبانو په کلکه غواړي چې د بين المللي بشرپالو حقونو اصول رعايت او د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، د استوګنې په سيمو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي، چې بې له تفکيکه بې ګناه هېوادوال پکې وژل کيږي.
وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
د يادولو ده چې ډېری وخت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په مخامخ نښتو، ماين چاودنو او هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauinua49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته