دا هوکړه لیک پرون سه شنبه د اماراتي کمپنۍ مشر محمد ظفر، د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد مشر عطاالله نصیب او د افغانستان برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزي ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شو.
برښنا شرکت وایي دغه شرکت به د دې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.
تر اوسه ددې پانګونې د کچې، ځای او څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان د کورونو روښانولو او اقتصادي چارو لپاره ټولټال ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.