د دغه کمېسيون له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کمېسيون موندنې ښیي چې د غور ولایت د دولتيار ولسوالۍ په قاضي کلي کې د دولتي ځواکونو لخوا د هاوان مرمۍ د توغولو پېښه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، کمېسيون د دې غمجنې پېښې په غندلو سره له ښکېلو خواوو غواړي چې د نړيوال بشردوستانه قانون (توپير، تناسب او احتیاط) اصولو پر بنسټ د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او له دوی د ډال په توګه کار وا نه خلي.
د بشر حقونو کمېسيون پر دولت غږ کړی چې د دې پېښې عامين د قانون منګولو ته وسپاري.
افغانستان کې ملکي وګړي ډېری وخت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ نښتو، ماين چاودنو او هوايي بريدونو قرباني کېږي.