کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: داعش ډله د حکومتي کسانو په مرسته طالب بندیان په نښه کوي

23 اسد 1399 ساعت 9:18

دوی پلان لري چې په دې سره د مذاکراتو بهیر مختل کړي او له یادو بندیانو خپل غچ واخلي. سرچینه څرګندوي چې طالبان په دې اړه ژوره اندېښنه لري او له حکومت غواړي، څو د دغه ګواښ مخه ونیسي او د بندیانو د لېږد پروسه په خوندي توګه ترسره کړي. طالبان خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې هڅې ونه شي او کومه پېښه رامنځته شي، پړه به یې د هغه چا پر غاړه وي چې په دې برخه کې غفلت ترسره کړي. تر اوسه افغان حکومت د طالبانو د دې ادعا په غبرګون کې تبصره نه ده کړې.



د مطلب کود: 216645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216645/طالبان-داعش-ډله-د-حکومتي-کسانو-په-مرسته-طالب-بندیان-نښه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com