دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 216646
جمهور رییس غني: د ځوانانو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی ودروي
په هېواد کې سوله راتلونکې ده او په لویه مشورتي جرګه کې د ځوانانو تمه دا وه چې طالبان روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د افغان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني. جمهور رییس غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې تر ۴۵ راتلونکو ورځو به د ځوانانو ملي شورا جوړه شي او خپله لومړۍ ناسته به ترسره کړي. د ده په وینا، په دې شورا کې به د ۳۴ ولایتونو په استازیتوب ځوانان برخه ولري او د هغوی ټولو چارو ته د رسېدو لپاره به خپل فعالیت ته دوام ورکړي. نوموړي د ځوانانو شبکې له همکارۍ او فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د معلوماتو پر اساس په هېواد کې ۱۵ زره بستونه خالي دي او هغه ځوانان چې زده کړې یې کړې او دندې نه لري، د ازموینې پړاو تر تېرېدو وروسته به په یادو بستونو کې پر دندو وګمارل شي.
https://avapress.com/vdcayinui49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته