د الماني رسنیو د راپورونو له مخې په المان کې د کرونا وایروس د دویمې څپې خپرېدل د خلکو بې احتیاطي ده. دغه راز ویل کېږي په دې وروستیو رخصتیو کې ګڼ شمېر المانیان له خپلو کورونو وتلي او د هسپانیې هغو سیمو ته تللی چې لاهم په کې د کرونا وایروس ريښې موجودې دي.
په المان کې تېره ورځ ۱۲۰۰ مثتبې پېښې ثبت شوې چې په تېرو دریو میاشتو کې په دې هیواد کې تر ټولو زیاتې پېښې دي چې په یوه ورځ کې ثبتېږي.
دغه راز په فرانسه کې بیا ۲۵۰۰ او په هسپانیه کې ۶۷۵ د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
اروپایي ټولنې له خپلو خلکو غوښتي چې له احتیاط څخه کار واخلي او ټولنیز واټن مراعت کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ایران کې هم د کرونا وایروس د دویمې څپې د خپرېدو خبرونه ورکړل شوي و خو د معلوماتو له مخې د کرونا وایروس دویمه څپه د لومړۍ څپې په پرتله خطرناکه نه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)