دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 216655
روسيې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړ
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د روسيې سفير د بهرنيو چارو له سرپرست وزير حنيف سره په ليدنه کې يو ځل بيا د افغانستان د سولې له پروسې د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير محمد حنیف اتمر پرون له غرمې وروسته په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرینوف سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي:
((په پیل کې د روسیې بهرنیو چارو وزر ته د لویې جرګې د بریالي ترسره کیدو له امله مبارکي وویله او پایلې یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ته د رسیدلو په لار کې مهمې وګڼلې.))
د خبرپاڼې له مخې دغه راز ښاغلي اتمر، د سولې پروسې وروستي پرمختګونو او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او د افغان دولت او طالب زندانیانو خوشې کول، د تاوتریخوالي کمول او د بشردوستانه اوربند رامنځته کولو، د سولې د خبرو اترو پیل، د اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو خوندي کولو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، سربیره پردې ښاغلي اتمر د روسیې د مرستو او په ځانګړي توګه د سولې بهیر کې د هغه هېواد د هڅو ستاینه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي:
((ښاغلي اتمر د افغانستان اسلامي جمهوریت او روسیې ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا باندې ټینګار وکړ.))
د خبرپاڼې په حواله په پای کې د روسیې سفیر د افغانستان د سولې بهیر لپاره د خپل هیواد ملاتړ یوځل بیا تایید کړ او د هیواد بهرنیو چارو وزیر ته يې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaminum49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته