دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 216663
تخار کې نن سهار نامعلومو وسله‌والو يو ښوونځی وسوځاوه
د تخار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکزي ښار تالقان کې نن سهار وختي ۳نيمې بجې نامعلومو وسله‌والو يو ښوونځي ته اور ورته کړی او د اسنادو په ګډون يې د دې ښوونځي ډېره برخه سوځېدلې ده.
د تخار د والي وياند جواد هجري خامه پرس ته وويل، دغه ښوونځی چې د ابو عثمان تالقاني په نوم دی، د تخار له مهمو ښوونځيو دی او شاوخوا ۳ زره نارينه زده‌کوونکي لري.
هجري زياته کړه، د تخار ولايت د اطفايې ډله سهار ښوونځي ته رسېدلې خو د ودانۍ ډېره برخه سوځېدلې ده.
نوموړي وويل، د دې پېښې په تړاو پلټنې پيل شوې دي.
تر دې مهاله د دې پېښې مسووليت هم کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی او تر دې وړاندې هم د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmme8tuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته