یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي د طالبانو لخوا درې تنه نېول شوي افغان سرتېري د یادې ډلې لخوا په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
د کابل خاک جبار کې طالبانو اسیر شوي سرتېري ووژل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1399 ساعت 10:43
یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي د طالبانو لخوا درې تنه نېول شوي افغان سرتېري د یادې ډلې لخوا په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
دغه سرچینه نن(پنجشنبې د زمري په ۲۳مه نېټه) څرګندوي چې دغه درې سرتېري د پوځ ۱۱۱ فرقې پورې تړاو درلود او د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې له طالبانو سره تر نښتې وروسته د یادې ډلې لخوا اسیر شوي وو.
په همدې حال کې د یوه سرتېري د کورنۍ غړي وايي چې د سرتېري سر پرې شوی وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 216668