کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې ماین چاودنې ۱۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1399 ساعت 10:41

د کندهار ولایت پنجوایې ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، جمال ناصر بارکزي ویلي چې دا چاودنه نن چهارشنبه سهار د پنجوايي ولسوالۍ "زلخان" سيمه کې د ملکي وګړو پر فلډر موټر شوې ده.
په چاودنه کې یوه ماشومه درې مېرمنې وژل شوي، څلور ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه پکې ټپيان شوي دي.
ښاغلي بارکزي ویلي چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري ايښودل شوی و، خو خپله وسله والو تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.
دیادولو ده چې څلور ورځې وړاندې هم د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو څلورو چاودنو ۲۱ ملکي کسان وژلي وو.


د مطلب کود: 216669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216669/کندهار-کې-ماین-چاودنې-۱۰-ملکیانو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com