د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وایي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
علوي: افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1399 ساعت 10:40
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وایي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
نوموړی وايي، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت تل غواړي چې له ټولو ګاونډیو هیوادونو په خاصه توګه له افغانستان سره ښې او هر اړخیزې اړیکې ولري.
علوي وایي، پاکستان له افغانستان سره د ښه اړیکو درلودلو لپاره په وروستیو کې په سوداګریزه او ترانزیټي برخه کې ګڼې اسانتیاوې را منځته کړې دي.
د پاکستان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې هیواد یې لا هم پر افغان خاوره وخت ناوخت بریدونه کوي او دغه راز یې په غیرقانوني توګه د افغانستان پر خاوره ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي.
د مطلب کود: 216670