خوښ ديک ۰

د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې امر او جنايي مدير له دندو ګوښه شول

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د اتمې حوزې امر او جنايي مدير له هغه وروسته له دندې ګوښه شوي چې ولسمشر غني او د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب له دې حوزې ليدنه وکړه او هلته يې وضعيت له نېږدې وليد. د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، ولسمشر غني د اتمې حوزې د ظاهري وضعيت له ارزونې وروسته د دې حوزې وضعيت د اندېښنې وړ وباله او کورنیو چارو وزارت ته يې امر وکړ چې د دې حوزې مسوولين دې د وظيفوي غفلت، بې نظمۍ او دسپلين د نه مراعات له کبله له خپلو دندو لرې کړي او په دې برخه کې د لازم اصلاحات پلي کړي. د ارين په خبره، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ولسمشر غني د امر پر بنسټ د دې حوزې امر او جنايي مدير له دندې ګوښه کړې دي.
د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې امر او جنايي مدير له دندو ګوښه شول
پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود: 216673 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *