کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې امر او جنايي مدير له دندو ګوښه شول

23 اسد 1399 ساعت 11:10

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د اتمې حوزې امر او جنايي مدير له هغه وروسته له دندې ګوښه شوي چې ولسمشر غني او د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب له دې حوزې ليدنه وکړه او هلته يې وضعيت له نېږدې وليد.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، ولسمشر غني د اتمې حوزې د ظاهري وضعيت له ارزونې وروسته د دې حوزې وضعيت د اندېښنې وړ وباله او کورنیو چارو وزارت ته يې امر وکړ چې د دې حوزې مسوولين دې د وظيفوي غفلت، بې نظمۍ او دسپلين د نه مراعات له کبله له خپلو دندو لرې کړي او په دې برخه کې د لازم اصلاحات پلي کړي.

د ارين په خبره، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ولسمشر غني د امر پر بنسټ د دې حوزې امر او جنايي مدير له دندې ګوښه کړې دي.



د مطلب کود: 216673

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216673/د-کابل-ښار-اتمې-امنيتي-حوزې-امر-او-جنايي-مدير-له-دندو-ګوښه-شول

آوا
  https://www.avapress.com