دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 216674
افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وایي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی. نوموړی وايي، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت تل غواړي چې له ټولو ګاونډیو هیوادونو په خاصه توګه له افغانستان سره ښې او هر اړخیزې اړیکې ولري. علوي وایي، پاکستان له افغانستان سره د ښه اړیکو درلودلو لپاره په وروستیو کې په سوداګریزه او ترانزیټي برخه کې ګڼې اسانتیاوې را منځته کړې دي. د پاکستان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې هیواد یې لا هم پر افغان خاوره وخت ناوخت بریدونه کوي او دغه راز یې په غیرقانوني توګه د افغانستان پر خاوره ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي.
https://avapress.com/vdcbz0b5arhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته