کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

علوي:

افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو

23 اسد 1399 ساعت 11:11

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وایي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

نوموړی وايي، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت تل غواړي چې له ټولو ګاونډیو هیوادونو په خاصه توګه له افغانستان سره ښې او هر اړخیزې اړیکې ولري.

علوي وایي، پاکستان له افغانستان سره د ښه اړیکو درلودلو لپاره په وروستیو کې په سوداګریزه او ترانزیټي برخه کې ګڼې اسانتیاوې را منځته کړې دي.

د پاکستان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې هیواد یې لا هم پر افغان خاوره وخت ناوخت بریدونه کوي او دغه راز یې په غیرقانوني توګه د افغانستان پر خاوره ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي.



د مطلب کود: 216674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216674/افغانستان-سره-د-اړیکو-پراختیا-غوښتونکي-یو

آوا
  https://www.avapress.com