کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صديقي: د بنديانو د امنيت تامين د څرنګوالي په تړاو د طالبانو تورونه بې اساسه دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1399 ساعت 11:50

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي.


صديقي پر خپل ټوېټر ليکلي، د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.
تر دې وړاندې طالبانو ادعا کړې وه، چې داعش ډله د افغان حکومت د استخباراتو او يو شمېر نظاميانو په مرسته هڅه کوي پر هغو ۴۰۰ طالب زندانيانو بريد وکړي چې ټاکل شوې له پلچرخي زندان ازاد کړای شي.
د طالبانو له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یوه داعشي ډله د افغان حکومت د استخباراتو، ځینې نظاميانو او دغه راز د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته هڅه کوي له دغه زندان د ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدونکي موټر برید وکړي.
طالبانو افغان حکومت تورن کړی چې غواړي پر دې کار سره له زندانیانو غچ واخلي او د سولې پروسه ناکامه کړي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې له هغه وروسته د ۴۰۰ طالب بنديانو د ازادېدو حکم لاسليک کړ چې کابل کې جوړې شوې مشورتي لويې جرګې د هغوی د ازادېدو مشوره ورکړه.


د مطلب کود: 216678

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216678/صديقي-د-بنديانو-امنيت-تامين-څرنګوالي-په-تړاو-طالبانو-تورونه-بې-اساسه-دي

آوا
  https://www.avapress.com