کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د کرونا ویروس ۸۶ مثبتې پېښې ثبت او ۹ ناروغان مړه شوي

23 اسد 1399 ساعت 15:08

هېواد کې د کرونا ویروس ۸۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او ۹ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د زمري په ۲۳مه) یې خپاره کړي ښیې چې تېره شپه ورځ کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۵۹۲ مشکوکې پېښې کتل شوې دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۷ زره او ۴۲۴ ته رسیږي چې له ډلې یې ۹۳۴۷ یې فعالې دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر، جواد عثماني هم خبري ناسته کې وویل چې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ثبت کې د پام وړ کموالی راغی دی.



د مطلب کود: 216683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216683/هېواد-کې-د-کرونا-ویروس-۸۶-مثبتې-پېښې-ثبت-او-۹-ناروغان-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com