دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 216683
هېواد کې د کرونا ویروس ۸۶ مثبتې پېښې ثبت او ۹ ناروغان مړه شوي
هېواد کې د کرونا ویروس ۸۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او ۹ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د زمري په ۲۳مه) یې خپاره کړي ښیې چې تېره شپه ورځ کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۵۹۲ مشکوکې پېښې کتل شوې دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۷ زره او ۴۲۴ ته رسیږي چې له ډلې یې ۹۳۴۷ یې فعالې دي. په همدې حال کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر، جواد عثماني هم خبري ناسته کې وویل چې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ثبت کې د پام وړ کموالی راغی دی.
https://avapress.com/vdcbw0b5frhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته