دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 216684
ولسمشر غني کندهار کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې پېښه غندلې
د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې نن د طالبانو ډلې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوې ماشومې او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کندهار کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې پېښه غندلې او هغه يې د وسله‌والو طالبانو کار بللی دی.
د ولسمشرۍ مانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې نن د طالبانو ډلې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوې ماشومې او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر غني دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او له طالبانو غواړي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي:
طالبان دې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د مخامخ مذاکراتو د پیلېدو او سولې په درشل کې له تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د ماینونو اېښودلو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لامل کېږي، ډډه وکړي او تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره دې د ولس، حکومت او سولې مشورتي لویې جرګې غږ ته لبیک ووایي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د پېښې د قربانيانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.
د يادولو ده چې نن سهار د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن سهار نهه بجې د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ په زله خان سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړي وویل، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو له خوا د سړک غاړې خښ شوي ماین د ملکي وګړو پر فیلډر موټر چاودنه وکړه او په پایله کې یې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.
د نوموړي په خبره په وژل شویو کسانو کې درې ښځې او یو ماشوم شامل دی دغه راز په ټپي شويو کسانو کې بیا یوه ښځه، څلور ماشومان او یو سړی شامل دي.
https://avapress.com/vdcc4eqi02bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته