دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 216685
کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېرو دوو اونیو کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو اونیو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري په بېلا بېلو بریدونو کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۶ نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې د بېلا بېلو بریدونو په ترڅ کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژلي او ۳۳۶ نور یې ټپيان کړي چې ډېری یې په کندهار، ننګرهار، او لوګر ولایتونو کې دي. نوموړی وایي، طالبان په خپلو ژمنو نه دې ولاړ او د ټولو انساني، اخلاقي او جنګي اصولو خلاف کړنې ترسره کوي. وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
https://avapress.com/vdcdj90xkyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته