اماراتي شرکت په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه وکړه

23 اسد 1399 ساعت 16:07

په افغانستان کې د ۳ زره میګا واټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو د (PAL 4SOLAR energy LLC) نومي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

دا هوکړه لیک پرون سه شنبه د اماراتي کمپنۍ مشر محمد ظفر، د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد مشر عطاالله نصیب او د افغانستان برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزي ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شو.

برښنا شرکت وایي دغه شرکت به د دې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

تر اوسه ددې پانګونې د کچې، ځای او څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغانستان د کورونو روښانولو او اقتصادي چارو لپاره ټولټال ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.



د مطلب کود: 216687

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/216687/اماراتي-شرکت-په-افغانستان-کې-د-۳-زره-میګاواټه-لمریزې-برښنا-تولید-هوکړه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com