دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 216687
اماراتي شرکت په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه وکړه
په افغانستان کې د ۳ زره میګا واټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو د (PAL 4SOLAR energy LLC) نومي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه. دا هوکړه لیک پرون سه شنبه د اماراتي کمپنۍ مشر محمد ظفر، د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد مشر عطاالله نصیب او د افغانستان برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزي ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شو. برښنا شرکت وایي دغه شرکت به د دې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي. تر اوسه ددې پانګونې د کچې، ځای او څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي. افغانستان د کورونو روښانولو او اقتصادي چارو لپاره ټولټال ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcfcvd0ew6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته