کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قیصار- لامان پروژې د درېیمې، څلورمې او پنځمې برخې د استملاک بهیر به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړ شي

23 اسد 1399 ساعت 16:08

د ټولګټو وزارت سرپرست؛ د بشپړ ډیزاین نه شتون، د استملاک بهیر نه بشپړېدل، د قراردادي مدیریت ضعف، په تېرو کلونو کې د ماین پاکۍ د کار دوام او ناامني، په بادغېس ولایت کې د قیصار-لامان سړک پروژې د کار د وروسته پاتې کېدو عمده دلایل وبلل.
یما شمس چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: په وروستیو میاشتو کې د قیصار- لامان پروژې د لومړۍ برخې د استملاک بهیر بشپړ شو او د دوهمې برخې د استملاک او قېمت کېښودلو کار جریان لري.
هغه زیاته کې چې د ۱۵۱ کیلومتره په اوږدوالي، د یادې پروژې د درېیمې، څلورمې او پنځمې برخې ملکیت ثبیت او قېمت کېښودل شوی، چې کار به یې ژر په سیمه ییزه اداره کې بشپړ او وزارت ته ولېږل شي څو په دې برخه کې اقدام تر سره شي.
د ټولګټو وزارت سرپرست زیاته کړه، هڅه کېږي چې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې د دغې پروژې د درېیمې، څلورمې او پنځمې برخې د استملاک بهیر هم بشپړ شي.
ښاغلی شمس په قیصار- لامان پروژه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل، اوسمهال د یادې پروژې د دوه برخو کار په قرار داد ورکړل شوی دی. د پروژې د لومړۍ برخې کار د ۳۴ کیلومتره په اوږدوالي سره له لامان څخه د باغېس ولایت تر مرکز قلعه نو پورې، د ۳۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، IVRCL هندي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی او په کار کې یې تر دې مهاله څه باندې ۵۲ سلنه پرمختګ شوی دی.
د ښاغلي شمس په خبره، د قیصار- لامان سړک جوړولو پروژې د دوهمې برخې کار، د بادغېس ولایت له مرکز قلعه نو څخه تر قادس ولسوالۍ پورې، د ۴۸ کیلومتره په اوږدوالي او د شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، چنداو چینایي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی او کار یې تر دې دمه څه باندې ۴۰ سلنه پر مخ تللی دی.
د قیصار- لامان سړک، د افغانستان د زېربنایي ټرانسپورټي سیستم له اصلي شاه رګونو څخه دی او د هېواد د حلقوي سړک بشپړونکی دی، چې شمال برخه له لوېدیځ سره نښلوي.
دغه سړک د لامان درې له یوې برخې څخه پیل او د مرکز قلعه نو له لارې، د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ، بوم له درې څخه تېرېږي او بلاخره فاریاب ولایت کې پای ته رسېږي.



د مطلب کود: 216689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216689/د-قیصار-لامان-پروژې-درېیمې-څلورمې-او-پنځمې-برخې-استملاک-بهیر-تر-راتلونکو-دوه-میاشتو-پورې-بشپړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com