د ټولګټو وزارت سرپرست زیاته کړه، هڅه کېږي چې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې د دغې پروژې د درېیمې، څلورمې او پنځمې برخې د استملاک بهیر هم بشپړ شي.
ښاغلی شمس په قیصار- لامان پروژه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل، اوسمهال د یادې پروژې د دوه برخو کار په قرار داد ورکړل شوی دی. د پروژې د لومړۍ برخې کار د ۳۴ کیلومتره په اوږدوالي سره له لامان څخه د باغېس ولایت تر مرکز قلعه نو پورې، د ۳۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، IVRCL هندي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی او په کار کې یې تر دې مهاله څه باندې ۵۲ سلنه پرمختګ شوی دی.
د ښاغلي شمس په خبره، د قیصار- لامان سړک جوړولو پروژې د دوهمې برخې کار، د بادغېس ولایت له مرکز قلعه نو څخه تر قادس ولسوالۍ پورې، د ۴۸ کیلومتره په اوږدوالي او د شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، چنداو چینایي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی او کار یې تر دې دمه څه باندې ۴۰ سلنه پر مخ تللی دی.
د قیصار- لامان سړک، د افغانستان د زېربنایي ټرانسپورټي سیستم له اصلي شاه رګونو څخه دی او د هېواد د حلقوي سړک بشپړونکی دی، چې شمال برخه له لوېدیځ سره نښلوي.
دغه سړک د لامان درې له یوې برخې څخه پیل او د مرکز قلعه نو له لارې، د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ، بوم له درې څخه تېرېږي او بلاخره فاریاب ولایت کې پای ته رسېږي.