دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 216697
د ستراتیژیکو او عامه اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، طالبان د افغان حکومت له مذاکراتي ټيم سره د استدلال کولو وړتیا نه لري ځکه یې بین الاافغاني خبرې ځنډولې دي. وحید عمر نن په کابل کې د ځوانانو ملي کانفرانس ته په خبرو کې وویل، طالبان هیڅ راز ولسي ملاتړ نه لري او تر ټولو کمزورې نقطه یې دا ده چې اقتصادي او فرهنګي پانګه نه لري. نوموړي زیاته کړه، طالبان نه شي کولای د افغان مرکچي پلاوي پر وړاندې استدلال وکړي له همدې امله یې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او بین الافغاني خبرې نه پیلوي. د طالبانو سياسي دفتر تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې. نوموړی دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ۴۰۰ طالب بندیانو پرسر را ولاړې شوې ستونزې د لویې جرګې له لارې حل شوې او ټاکل شوې چې په نیږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په قطر کې پیل شي.
https://avapress.com/vdcgy39xuak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته