دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 216707
افغان حکومت ۸۰ تنه طالب بندیان خوشي کړل
افغان حکومت د څرخي پله له زندان څخه د ۸۰ تنه طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکوي. د افغانستان د ملي امنیت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا بندیان پرون خوشي شوي او ژمنه یې کړې ده چې بیا به د جنګ ډګر ته نه ستنېږي. سرچېنه زیاتوي چې دا کسان د هغه ۴۰۰کسیز لست برخه دي، چې خوشي کول یې مشورتي لویې جرګې تایید کړې او حکومت ته یې په دې اړه د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، څو بین الافغاني خبرې ژر پیل او په هېواد کې یو دایمي او سرتاسري اوربند قایم شي. افغان حکومت وایي د پایداري او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې د سولې نور طرفونه هم له خپلو مسؤلیتونو او توافقاتو سره سم لازم اقدامات او د وخت له ضایع کولو پرهېز وکړي. د یادونې وړ ده چې طالبانو ویلي، هر کله چې د حکومت لخوا د پاتې څلور سوه طالب بندیانو خوشي کولو پروسه بشپړه شي، نو دوی به په اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرې پیل کړي.
https://avapress.com/vdciuqaryt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته