جمهور رییس دا خبرې د پنچشنبې ورځ د امریکا د بهرنیو اړیکو له شورا سره په یوې انلاین غونډه کې کړې دي. جمهور رییس همدارنګه ویلي چې افغان مذاکراتي پلاوی به له طالبانو سره په لومړنیو خبرو کې پر اوربند، د جګړې پای ته رسېدو لپاره په سیاسي چوکاټ، له نشهیي توکو سره مبارزه او په هېواد کې د ترهګرۍ له منځه وړلو پر سر خبرې او بحثونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي، چې د داعش ډلې یوه وسله واله ډله د حکومت په مرسته غواړي چې په هغو نقلیه وسائطو برید وکړي چې د پلچرخي له زندان څخه به پاتې بندیان انتقالوي.دا بندیان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې او د جمهور رییس د فرمان په اساس له بنده ازادیږي او ددغې پروسې بشپړېدو سره به په څو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپل منځي خبرې په قطر کې پیل شي. د یادونې وړ ده چې افغان حکومت پرون ۸۰ تنه طالب بندیان له پلچرخي زندانه خوشي کړل.