دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 216710
متحده عربي‌ امارات او اسرائیل په خپلو کې د اړېکو جوړولو هوکړه کړې
متحده عربي اماراتو او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو په هدف یوه هوکړه کړې ده. بهرنیو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي د شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې هیله ښودلې ده چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې سوله راولي.‌ سرچېنه زیاتوي چې اسرائیل به د هړکړې له مخې په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي او نور به دا ډول هڅه نه کوي.‌ دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل تر دې دمه له هېڅ کوم خلیجي‌ هېواد سره دیپلوماتیکې اړیکې نه درلودې، خو په سیمه کې د ایران نفوذ د دې سبب شو چې دې دواړو هېوادونو څه موده وړاندې غیر رسمي اړیکې ټینګې کړې. د معلوماتو پر بنیاد په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له جوړېدو راهیسې دا یوازې دریم ځل دی چې یو عربي هېواد ورسره د سولې هوکړه کوي او د بشپړو دپلوماتیکو اړیکو پر سر هوکړې ته رسېږي. له دې وړاندې مصر په ۱۹۷۹ کې او وروسته اردن په ۱۹۹۴ کې ورته پرېکړه کړې وه.
https://avapress.com/vdccseqix2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته