کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي

24 اسد 1399 ساعت 12:17

د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي چې پرون د ملي اردو یو اکمالاتي کاروان د فاریاب د مرکز میمنې ښار له کمپ څخه د خواجه سبز پوش پر لارې روان وو چې په لاره کې یې له وسله‌والو طالبانو سره نښته رامنځته شوه. دده په خبره جګړې کابو یو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې ۳ وسله‌وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور یې ټپیان شول. نوموړی زیاتوي چې په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اووښتی او په خوندي ډول خپل منزل ته رسېدلي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.



د مطلب کود: 216711

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216711/په-فاریاب-ولایت-کې-۳-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com