کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د ایران تېل وړونکې بېړۍ نیولې دي

24 اسد 1399 ساعت 17:26

امریکا د ایران څلور تېل وړونکې بېړۍ د وینزویلا پر لاره نیولې دي.

امریکایي چارواکې وایي، د ایران څلور بېړۍ چې تېل پکې بار وو او وینزویلا ته لېږدول کېدې د محکمې په اجازه یې درولې دي.

د دوی په خبره پر ایران نړیوال بندیزونه لا هم شته نو تر څو چې پر دغه هیواد بندیزونه دوام لري تر هغه یاد هیواد نه شي کولی چې تېل وپلوري.

امریکايي امنیتي چارواکې وايي، دغه څلور بېړۍ به ژر امریکایي اړوندو بندرونو ته ولېږدول شي او په تړاو به یې نورې څېړنې پیل کړي.

بلخوا ایران بیا دا هر څه د امریکا تبلغات بولي او وایي، د دوی د بېړیو پر وړاندې داسې کوم اقدام نه دی ترسره شوی.



د مطلب کود: 216715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216715/امریکا-د-ایران-تېل-وړونکې-بېړۍ-نیولې-دي

آوا
  https://www.avapress.com