دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 216715
امریکا د ایران څلور تېل وړونکې بېړۍ د وینزویلا پر لاره نیولې دي. امریکایي چارواکې وایي، د ایران څلور بېړۍ چې تېل پکې بار وو او وینزویلا ته لېږدول کېدې د محکمې په اجازه یې درولې دي. د دوی په خبره پر ایران نړیوال بندیزونه لا هم شته نو تر څو چې پر دغه هیواد بندیزونه دوام لري تر هغه یاد هیواد نه شي کولی چې تېل وپلوري. امریکايي امنیتي چارواکې وايي، دغه څلور بېړۍ به ژر امریکایي اړوندو بندرونو ته ولېږدول شي او په تړاو به یې نورې څېړنې پیل کړي. بلخوا ایران بیا دا هر څه د امریکا تبلغات بولي او وایي، د دوی د بېړیو پر وړاندې داسې کوم اقدام نه دی ترسره شوی.
https://avapress.com/vdchz-nim23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته