دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 216725
د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال عبدالرشید دوستم- چې په وروستیو کې د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې- وايي، افغانستان تر ډیورند کرښې پورې محدود نه دی بلکې تراسلام اباد پورې د افغانستان خاوره ده. ښاغلي دوستم دا خبره وروسته له دې وکړه چې د پاکستان پوځ پر سپین بولدک د درنو وسلو بریدونه وکړل او یو شمېر ملکیان یې ووژل. مارشال دوستم خپلو یو شمېر پلویانو ته په خبرو کې وویل، پاکستان د دې حملې په خاطر د غاښ ماتونکي ځواب مستحق دی. ده زیاته کړه«ټول ملت، که هغه پښتون دی یا هزاره، ازبک، تاجک، شمال او جنوب ټول باید د دغه ناوړه دښمن په وړاندې راپورته شي او موږ باید دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.» مارشال دوستم همداراز وویل «له ډیورنده ورهاخوا سیمې له پېښوره تر اسلام اباده پورې د افغانستان د خاورې برخې دي. موږ د پاکستان له یرغل سره مخامخ یوو نو راځئ چې په وړاندې یې ودرېږو ځکه چې تر هره ورځ وژل کېدو ښه دا ده چې په یو وار ووژل شو.» دوستم له پاکستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو د شلولو غوښتنه هم وکړه.
https://avapress.com/vdcirqarwt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته