د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم مشر محمد معصوم ستانکزي تېر ماښام پر خپل ټوېټر ليکلي، د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه کوفي تېر ماښام له پروان ولايت کابل ته پر لاره وه چې د کابل ولايت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند سيمه کې پرې بريد وشو او نوموړې پکې سرسري ټپي شوه.
ستانکزي ټينګار کړی دی چې د فوزيې کوفي روغتیايي وضعيت بيخي ښه دی او نوموړې يوازې سرسري ټپي شوې ده. فوزيه کوفي له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې ده چې ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ دغه پلاوی دوحې ته سفر وکړي او هلته د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره خبرې پيل کړي. دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي پر يوه غړي وسلهوال بريد کېږي.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)