کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې موټر سایکل بم چاودنې یو تن سرتیری ټپي کړ

25 اسد 1399 ساعت 9:51

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې ترهګرو له چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل د جومات دروازې سره نږدې ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې چې د جمعې له لمانځه وروسته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورته چاودنه ورکړي، خو امنیتي ځواکونو کشف کړ او تر لمانځه د مخه یې چاودنه وکړه. د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یوازې یو تن سرتیری ټپي شوی دی. «کله چې خلک د جمعې لمانځ ادا کولو لپاره ټول جومات ته داخل شول نو د کشفي ارګان یو کارکوونکی د جومات مخې ته پر یو موټر سایکل شکمن کېږي او د څیړنې لپاره موټر سایکل ته ورنږدي کېږي چې موټر سایکل چاودنه کوي او له کبله یې یو سرتیر ټپي کېږي. د دښمن هدف دا و کله چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د راووتو پرمهال وي چاودنه ورکړي خو له نېکمرغه هدف ته رسېدو وړاندې موټر سایکل چاودنه کوي او تن پکې ټپي کېږي» تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې د کابل په شېرشاه سوري جومات کې چاودنې د څلورتنو ژوند واخیست او اته لمونځ کوونکي یې ټپیان کړل.



د مطلب کود: 216734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216734/په-کابل-ښار-کې-موټر-سایکل-بم-چاودنې-یو-تن-سرتیری-ټپي-کړ

آوا
  https://www.avapress.com