دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 216737
په نورستان کې کورني ګرځندویان زیات شوي
د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلانېدو وروسته دغه ولایت ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د نورستان چارواکي وایي، یوازې په تېر شوي لوی اختر کې د سوېلي ولایتونو په ګډون د هېواد له ګوټ ګوت څخه لس زره سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي او هلته یې له تاریخي سیمو او ځنګلونو لیدنه کړې ده. خو سیلانیان او د نورستان ولایتي شورا دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي او وایي، د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلان وروسته یاد ولایت ته د پام وړ کار نه دی شوی. که څه هم نورستان ته په ورغلو لارو سفر کول له ستونزو ډک دی خو بیا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او دغه ښایسته ولایت د خلکو پام ځانته ور اړولی دی.
https://avapress.com/vdcbf0b5zrhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته