د روغتيا نړیوال سازمان وایي، خلک دې د خوړو له لارې په کرونا وایروس له اخته کېدو نه وېرېږي.
د روغتيا نړیوال سازمان د بېړنیو مرستو د پروګرام مشر مایک راین پرون یو خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، خلک دې له خوړو، د خوړو د موادو له بستو او پروسس شویو او دغه راز په سفارش را غوښتل شویو خوړو څخه نه وېرېږي.