دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 216742
د تخار پولیسو یو طالب چې ایس‌کریم یې پلوره، نیولی
د تخار پولیسو د هغه کس د نیولو خبر ورکړی چې د ورځې به یې ایس‌کریم پلوره او د شپې به یې د طالب جنګیالیو په لیکو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېده. د تخار د امنیې قومانداني ویاند خلیل اسیر ویلي چې د طالب ډلې ایس‌کریم پلورونکی جنګیالی خال‌محمد نومېږي او د دغه ولایت د دشت‌کلا ولسوالي د ای‌خانم سیمې اوسېدونکی دی.

د نوموړي په وینا، یاد کس د ورځې د دشت‌کلا په ښار کې «پیمان ایس‌کریم» پلوره او د شپې به یې معلومات را ټول او له نورو طالب جنګیالیو سره به یوځای شو. د تخار د پولیسو ویاند زیاتوي چې خال‌محمد په خپل لومړني اعتراف کې ویلي چې «د ورځې به یې ایس‌کریم پلوره او د شپې به هم د نورو طالب جنګیالیو څنګ ته ورته او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې به یې جګړه کوله.»

د تخار اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب جنګیالي د ورځې له‌خوا په دغه ولایت کې کار کوي او د شپې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسله اخلي. دوی پر امنیتي او استخباراتي ادارو نیوکې کوي چې د شکمنو کسانو په پېژندلو کې پاتې راغلي دي.

تخار په شمال‌ـ‌ختیځ کې هغه ولایت دی چې طالبان په وروستیو کلونو کې فعال او ډېر حضور په‌کې لري.
https://avapress.com/vdchk-nii23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته