کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان پوځ ډیورند کرښې ته څېرمه پوځي تطبیقات کړي

25 اسد 1399 ساعت 11:00

د افغانستان د وسله وال پوځ سرتېرو د خپلو سپکو او درندو وسلو د وړتیا ښودلو په هدف پوځي تطبیقات تر سره کړل.

دغه پوځي تطبیقات پرون جمعه اګست۱۴(زمري۲۴) ډیورنډ کرښې ته نژدې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په ګوڅړۍ سیمه کې تر سره شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په یادو تطبیقاتو کې پیاده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون کړی و.

دفاع وزارت زیاتوي چې افغان دفاعي ملي امنیت ځواکونو د خپلو سپکو او درندو وسلو وړتیا وښودله.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیځ جنرال محمد یاسین ضیاء د دغه نظامي تطبیقاتو څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفیت لري.


نوموړي زیاته کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.
ښاغلي ضیاء همدارنګه زیاته کړې چې افغان دفاعي ملي امنیتي ځواکونه د "ځمکنۍ بشپړتیا او بهرني او داخلي دښمانانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولای شي."
هغه زیاته کړې:"زموږ پیغام د افغانستان د ښمنانانو ته دادی، موږ ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفیت لرونکي او زړور ځواکونه یو.که چیري له جنګ د جنګ نه لاس وانخلئ له منځه به یووړل شی."
د ننګرهار ولایت ګوښته ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته نژدې پرته ده چې تر دې مخکې څو ځله د افغان سرتیرو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ په صفري نقطه کې نښتې هم رامنځته شوي دي.


د مطلب کود: 216750

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216750/افغان-پوځ-ډیورند-کرښې-ته-څېرمه-پوځي-تطبیقات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com