دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 216752
هرات کې د کرونا ۳۵ تازه پېښې ثبت شوې
د هرات ولايت د عامې روغتیا رياست وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولايت کې د کرونا ۳۵ تازه پېښې ثبت شوې دي. د دغه رياست په خبره، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ دوه تنه مړه شوي هم دي. په دې سره په ټوليز ډول په هرات کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۹۴۸ ته ورسېد. له بل لوري په دغه ولايت کې له کرونا ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمېر ۲۱۷ ته پورته شو.
https://avapress.com/vdciwqarrt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته