دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 216753
د احصايې ملي اداره: هرات کې څه باندې ۲ مېليونه وګړي ژوند کوي
د افغانستان د احصايې ملي اداره وايي، په هرات ولایت کې ټول ۲ میلیونه ۱۴۰ زره او ۶۶۲ تنه ژوند کوي. د دغه ادارې له لوري په تازه خپرو شمېرو کې راغلي چې له دې ډلې ۱ مېلیون ۷۸ زره ۸۷۷ تنه یې نارینه او ۱ میلیونه ۶۱ زره او ۷۸۵ تنې یې ښځې دي. د احصايې ملي ادارې دغه راز ويلي چې د هرات د ټول نفوس ۶۵۲ زره او ۱۱۴ تنه یې په ښار او ۱ میلیون ۴۸۸ زره ۵۴۸ تنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د احصايې ملي ادارې تر دې وړاندې د کابل ولايت او ټول افغانستان د وګړو شمېر هم خپور کړی و.
https://avapress.com/vdcjime8tuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته