دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 216754
له ننګرهاره د بايسکل ځغلونې سيالۍ پيل شوې
د افغانستان د باسیکل ځغلونې فدراسیون له لوري د ملي یووالي او پخلاینې په نوم د ۱۶ ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړو له ننګرهار ولايت د باسیکل ځغلونې سیالي پيل کړه. دوی به په څلورو ورځو کې څلورو ولايتونو ته په ورتګ سره ۳۹۰ کيلومتره فاصله طی کړي. د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د يادې سيالۍ د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستیالې حبيبې کاکړ دا ډول سيالۍ د ځوانانو روغتيا ته د پاملرنې ترڅنګ د سولې، ورورلۍ، مينې او يووالي وسيله ياده کړه.


نوموړې وويل، چې په سياليو او نورو پروګرامونو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د خلکو ګډون د يووالي، تعصب مخنيوي او يو د بل منلو په معنا دي.

د ولايت مرستيالې د ورزش مسئولينو او لوبغاړو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او مننه يې وکړه، چې هېواد شموله سيالي يې له ننګرهار ولايت څخه پيل کړه.

د هېواد د باسیکل ځغلونې فدراسیون مشر فضل احمد فضلي وویل، چې په دې سيالۍ کې له ۱٦ ولايتونو د بايسکل ځغلونې ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی او څلور ورځې به دوام وکړي.

نوموړي وويل، چې نن له ننګرهار څخه کابل، له کابل څخه به کاپیسا او کاپیسا څخه به پنجشیر ته د۳۹۰ کيلو متره فاصلې سره سفر وکړي او په بېرته را ګرځیدو سره به د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کالیزې په نمانځنه کې هم ونډه واخلي .

هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو په پایله کې به د سولې او پخلاینې پیغام د لیږد ترڅنګ ملي لوبډلې ته ۱۵ غوره لوبغاړي هم په نښه کړي .

د ننګرهار د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي وويل، چې هر کال له دې ولايت څخه مهمې ورزشي سيالۍ پيليږي او دا ځل د باسکيل ځغلونې سيالي هم له ننګرهار ولايت څخه پيل شوه.

نوموړي پر مسئولينو غږ وکړ، چې د ننګرهار ښې ابُ هوا ته په کتنې سره په دې ولايت کې د هېواد په کچه ورزش کارانو ته سهولتونه رامنځته کړي.

د لوبغاړو په استازيتوب حليم صحتمند او قيس حيدري خوښي وښوده، چې په دې سيالۍ کې يې ګډون کړی او هيله وښوده، چې ملي ټيم ته غوره شي.

ورپسې د باسيکل ځغلونې فدراسيون مسئولينو لوبغاړو ته د سيالۍ په شرايطو، په لاره کې په احتیاط سره د تګ او په اړونده برخه کې نور لازم معلومات ورکړل.

په پای کې د ولايت مرستيالې له لوري د باسيکل ځغلونې فدراسيون بيرغ په پورته کولو سره ياده سيالي پيل شوه، چې لوبغاړي به له جلال اباد ښار څخه د کابل تر ماهيپره ۱۲۰ کيلو متره فاصله طی کړي.
https://avapress.com/vdcaminuy49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته