دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 216755
د افغانستان او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو ټلېفوني خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر پرون د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره چې د د دغه هېواد د لومړي وزير مرستیال هم دی، د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، دواړو لورو د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل، د لویې جرګې د پرېکړو د تطبیق، د زندانیانو د خلاصون او د سولې مذاکراتو پر پېلېدو مفصلې خبرې کړې دي.
دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکي:
قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ارزښتمن شریک دی په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لورو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره پر نېږدې همکارۍ سلا وکړه.
ټاکل شوې چې په نېږدې څو ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي و، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو به په قطر کې وشي چې د طالبانو سیاسي دفتر هم هلته دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0b5srhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته