دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 216760
دایکندي کې پنځه ولسي پاڅون‌کوونکي وژل شوي
د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو برید کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي.
د دایکندي ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ګل اقا سجادي خامه پرس ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام ناوخته د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
نوموړي وویل، وسله‌والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید وکړ چې په نتېجه کې یې پنځه تنه پاڅون کوونکي وژل شوي او ۶ تنه ټپيان شوي.
سجادي وایي، په دغه پېښه کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو تر اوسه د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نه لري.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch--niv23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته