کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایکندي کې پنځه ولسي پاڅون‌کوونکي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1399 ساعت 11:49

د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو برید کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي.


د دایکندي ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ګل اقا سجادي خامه پرس ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام ناوخته د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
نوموړي وویل، وسله‌والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید وکړ چې په نتېجه کې یې پنځه تنه پاڅون کوونکي وژل شوي او ۶ تنه ټپيان شوي.
سجادي وایي، په دغه پېښه کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو تر اوسه د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نه لري.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


د مطلب کود: 216760

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216760/دایکندي-کې-پنځه-ولسي-پاڅون-کوونکي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com